۰

فاریاب کې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي دي

یکشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ۸ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فاریاب کې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ۸ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن یک شنبې د غويي ۱۶ مه د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یوریش وايي، یو شمېر کسبه کاران او هټۍ وال له میمنې ښار څخه د خواجه ګور سیمې بازار ته په لاروو چې د بیش قره سیمه کې یې پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی وو چې په چاودنه کې یې ۷ تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

خو د المارو ولسوال محمد صالح صالح وایي، په دغه چاودنه کې ۷ ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي