بغلان کې یو ځانمرګی بریدګر نیول شوی دی

16 ثور 1397 ساعت 12:39

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو په بغلان ولایت کې یو ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې نیولی دی.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو په بغلان ولایت کې یو ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په شمال کې د پوځ د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن یک شنبې د غويي ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ځانمرګی تېره شپه د بغلان ولایت په ډنډ شهاب الدین سیمه کط نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه ځانمرګی د ۲۰۹ شاهین قول اردو د لومړي کنډک د دوهمې پياده لېوا د سرتېرو له خوا نیول شوی دی.

خبرپاڼه وایي، دغه بریدګر په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې غوښتل یې په بغلان ولایت کې پر امنیتي ځواکونو برید تر سره کړي.

په خبرپاڼه کې د بریدګر په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
 


د مطلب کود: 103982

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103982/

جمهور
  https://www.jomhornews.com