۰

بلخ کې یوه ځانمرګي هدف ته له رسېدو وړاندې چاودنه کړې

یکشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۵
امنیتي چارواکي وایي، په بلخ ولایت کې یوه موټرسایکل سپاره ځانمرګي برید کوونکي هدف ته له رسېدو وړاندې ځان پورې تړلو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
بلخ کې یوه ځانمرګي هدف ته له رسېدو وړاندې چاودنه کړې
امنیتي چارواکي وایي، په بلخ ولایت کې یوه موټرسایکل سپاره ځانمرګي برید کوونکي هدف ته له رسېدو وړاندې ځان پورې تړلو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له خوا نن یک شنبې د غويي ۱۶ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه د بلخ ولایت په شورتپه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

د قول اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي، ځانمرګی بریدګر چې په موټر سایکل سپور و غوښتل د یادې ولسوالۍ د جوی وکیل سیمې په بازار کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړي، خو چاودېدونکو توکو یې خپله پر ده چاودنه کې او وژل شوی دی.

سرچینه وايي، په دې چاودنه کې هېچا ته زیان نه دی رسېدلی.

دا په داسې حال کې ده، چې همدې قول اردو بیا تېره شپه د بغلان ولایت په ډنډ شهاب الدین سیمه کې د یوه ځانمرګی بریدګر د نیولو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي