چارواکي:

بغلان کې طالبانو شپږ هندي او یو افغان وګړی تښتولي دي

16 ثور 1397 ساعت 13:48

سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو طالبانو په بغلان ولایت کې د برېښنا د یوې قراردادي بهرنۍ موسسې شپږ هندي او دوه افغان کارکونکي تښتولي دي.


سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو طالبانو په بغلان ولایت کې د برېښنا د یوې قراردادي بهرنۍ موسسې شپږ هندي او دوه افغان کارکونکي تښتولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن یک شنبې د غويي ۱۶ مه د بغلان ولایت په دشت خواجه الوان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع رسنیو ته ویلي، چې وسله والو طالبانو د برېښنا د یوې بهرنۍ قراردادي موسسې یو شمېر بهرني کارکوونکي چې دوه په کې افغانان هم دي برمته کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د برېښنا دغه کارکوونکي د دشت خواجه الوان په سیمه کې د کار له ساحې څخه د بېرته راتګ په حال کې و، چې د طالبانو د یوه قوماندان شاهین له خوا برمته شوي دي.

په ورته وخت کې په بغلان کې د غوري – برېښنا، د برېښنا ریاست یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې وسله والو طالبانو د برېښنا رسونې د یوې قراردادي کمپنۍ (KEC) ۷ تنه کارکوونکي، چې شپږ یې هندي او یو یې افغان دی تښتولي دي.

سرچینې بیا ویي، چې دغه کسان د قاري نور الدین د کسانو له خوا چې د طالبانو یو سرګروپ دي، د پلخمري ښار د باغ شمال په سیمه کې برمته کړي دي.

د بغلان د ولایتي شورا مرستیال فیروز الدین ایماق هم ویلي، چې د KEC کمپۍ ۷ کارکوونکي د قاري نور الدین چې د ملا یونس په ډلې پورې اړه لري او په دنډ شهاب الدین کې فعالیت لري تښتول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه برېښنايي کارکوونکي چې هندي وګړي دي، له پلخمري څخه د خواجه الوان په لور چېرته چې د بېرېښنا د تولید ۵۰۰ کلیواټه سب سټېشن جوړږي، په حرکت کې و، چې د لارې په اوږدو کې طالبانو د هغوی موټر درولی او له ځان سره یې بېولي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

او نه هم برېښنا شرکت تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
 
 


د مطلب کود: 103992

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103992/

جمهور
  https://www.jomhornews.com