هرات والي:

طالبان دې له جګړې لاس واخلي او مذاکراتو ته چمتو شي

16 ثور 1397 ساعت 13:58

هرات کې د لوېدیځو ولایتونو لسګونو ځوانانو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او د مدني تولنې پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرې پیل کړي.


هرات کې د لوېدیځو ولایتونو لسګونو ځوانانو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او د مدني تولنې پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرې پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هرات کې دغه مشورتي غونده نن یک شنبې د غويي ۱۶ مه د سولې عالي شورا په نوښت جوړه شوې وه.

په غونده کې د هرات، فراه، نیمروز، غور او بادغیس ولایتونو سلګونو ځوانانو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او د مدني ټولنو غړو برخه اخیستې وه.

دوی ټولو په خپلو خبرو کې له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې جګړه بس کړي او د سولې له پاره د خبرو اترو لار غوره کړي.

په غونده کې قومي مشرانو او دیني عالمانو ویل، چې افغان حکومت طالبانو ته د سولې یوه ښه طرحه وړاندې کړې او طالبانو ته هم په کار ده، چې دغه طرحې ته مثبت ځواب ورکړي او له جګړې لاس په سر شي.

دیني علماوو، قومي مشران او مدني فعالانو ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د روانو جګړو د حل یوازینۍ لار د سولې خبرې اترې دي.

یادې غونډې ته د وینا پر مهال د هرات والي محمد آصف رحیمي و ویل، چې افغان حکومت د سولې راتګ او خبرو ته ژمن دی او طالبانو ته په کار ده، چې له جګړو لاس واخلي او مذاکراتو ته تیاری ونیسي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 


د مطلب کود: 103993

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103993/

جمهور
  https://www.jomhornews.com