۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په یوه برید کې سخت ټپي شوی دی

دوشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۴
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال په یوه وسله وال برید کې سخت ټپي شوی، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په یوه برید کې سخت ټپي شوی دی
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال په یوه وسله وال برید کې سخت ټپي شوی، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر اقبال دغه برید پرون یک شنبې د غويي ۱۶ مه مازیګر مهال د پنجاب ایالت د ناروال ښارګوټي په کنجروړ سیمه کې شوی دی.

ځايي پولیس چارواکو ویلي د کورنیو چارو وزیر د خپل ګوند «مسلم لیګ ن» تر یوې غونډې وروسته موټر ته د ختلو په حال کې و، چې یوه وسله وال کس پرې ډزې کړې دي.

د ناروال د پولیسو مشر عمران کشور زیاته کړې، چې احسن اقبال په ښي لاس لګېدلی او بریدګر کس چې عابد نومېږي د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر زوی رسنیو ته ویلي، چې د پلار روغتیايي وضعیت یې ښه دی او له خطر څخه بچ شوی دی.

تر اوسه په احسن اقبال د برید لامل نه دی معلوم شوی، خو د پاکستان لومړي وزیر، د پوځ مشر، او یو شمېر نورو چارواکو او سیاسي څېرو پر هغه برید غندلی دی.

د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي