۰

ترکیې بیا لسګونه افغانان راستانه کړي دي

دوشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۹
ترکي حکومت یو ځل بیا هغه لسګونه افغانان خپل هېواد ته رالېږلي دي، چې په ترکیه کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.
ترکیې بیا لسګونه افغانان راستانه کړي دي
ترکي حکومت یو ځل بیا هغه لسګونه افغانان خپل هېواد ته رالېږلي دي، چې په ترکیه کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ترکیې دولتي خبري خبري آژانس اناتولي په یوه راپور کې ویلي، چې ترکیې دا ځل ۳۲۴ افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي.

د سرچینې په وینا دغه افغانان د تریکې په ایزمیر ایالت کې نیول شوي و، چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل.

دا په داسې حال کې ده، چې د بښنې نړیوال سازمان تېره اوونۍ له ترکیې وغوښتل، چې له دغه هېواده د افغان ګډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.

دغه سازمان ویلي و،چې ترکیې په څه کم یوه میاشت کې ۷۱۰۰ افغان کډوال په زور شړلي دي، خو د ترکیې حکومت وايي چې دا خلک پخپله خوښه ستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي