دفاع وزارت وايي، اروزګان کې ۱۸ وسله وال وژل شوي دي

17 ثور 1397 ساعت 10:49

د ملي دفاع وزارت په اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو د هوایي عملیاتو پر مهال د ۳۲ تنه وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.


د ملي دفاع وزارت په اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو د هوایي عملیاتو پر مهال د ۳۲ تنه وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.

د جمهورآژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نن دوشنبې د غويي ۱۷ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک د اروزګان په دهراود ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر پتنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

دفاع وزارت وايي، په دې هوايي بریدونو کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۴ نور ټپیان شوي دي او دغه راز د هغوی دوه پټنځایونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104020

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104020/

جمهور
  https://www.jomhornews.com