کابل کې د سعودي عربستان نوی سفیر جاسم محمد الخالدي وايي، هېواد به یې له افغانستان او افغانانو سره خپلې مرستې لا پراخه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محمد الخالدي دغه څرګندونې د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په یوه ناسته کې کړې دي.
د اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي عبدالله نن دوشنبې د غويي ۱۷ مه د خپل کار دفتر کې د سعودي له نوي سفیر سره وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې عبدالله د افغان ملت او خلکو په څنګ کې د عربستان له درېدو ستاينه وکړه او د دې اړيکو د لا پراختيا او ټينګښت غوښتنه يې وکړه.
په ورته وخت کې د سعودي سفیر د دواړو هېودانو تر منځ اړیکې دوستانه وبللې او ویې دي، هیله ري، چې په افغانستان کې دې ده د ماموریت په بهیر کې د کابل او ریاض اړیکې لا پیاوړې او پراخه شي.
د سعودي سفیر جاسم محمد الخالدي ټینګار کړي، چې هېواد به یې له افغانستان او افغانانو سره خپلې مرستې لا پراخه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل