۰

ټرمپ پوتین ته د دندې د پیل مبارکي ویلې ده

سی شنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۶
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د ولسمشر په توګه د دندې د بیل مبارکي ورکړې ده.
ټرمپ پوتین ته د دندې د پیل مبارکي ویلې ده
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د ولسمشر په توګه د دندې د بیل مبارکي ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خبر له مخې د سپنې ماڼۍ ویانده وايي، ټرمپ، پوتین ته د مبارکۍ تر څنګ هیله څرګنده کړه، چې د امریکا او روسیې اړیکې ښې شي.

د هغې په وینا ولسمشر ټرمپ هیله لري چې د پوتین د نوي ماموریت په لړ کې واشنګټن او مسکو سره نږدې شي او دوه اړخیزې اړیکې سمون پيدا کړي.

په ورته وخت کې امریکا په مسکو او سن پترزبورګ کې د لاریون کوونکو پر نیولو هم نیوکه کړې ده او ویليیې دي، هر څوک حق لري چې خپل غږ اوچت کړي.

د سپینې ماڼې ویاندې زیاته کړې، د روسیې حکومت ته نه ده په کار چې خلک د لاریون پرمهال ونیسي او زندانونو ته یې واچوي.

باید و ویل شي، چې د روسیې ولسمشر پوتین تېره ورځ په مسکو کې لوړه وکړه، او د څلورو نورو کلونو له پاره به د روسیې د ولسمشرۍ چارې پر مخ وړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي