سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې مېرمنې او ماشومان هم په کې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شنبې د غويي ۱۸ مه سهار شاوخوا ۷ بجې د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د دیوال په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، یاده ترافیکي پېښه د یوه کرولا او یو سراچه موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، کرولا ډوله موټر د تورخم او سراچه موټر د جلال اباد پر لور روان وو، چې د دېوال په سیمه کې یې ټکر کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، په پېښه کې پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو کې یوه مېرمن او درې ماشومان هم شامل دي.
د ننګرهار چارواکي وايي، پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځ ته شوې ده او ټپیان روغتون ته وړل شوي، چې روغتیايي حالت یې ښه دی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار