۰

د افغانستان د دینی عالمانو یو پلاوی اندونیزیا ته ولاړ

سی شنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۷
د افغانستان د دیني عالمانو یو پلاوی په اندونیزیا کې د دیني عالمانو تر منځ جوړېدونکې غونډه کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی.
د افغانستان د دینی عالمانو یو پلاوی اندونیزیا ته ولاړ
د افغانستان د دیني عالمانو یو پلاوی په اندونیزیا کې د دیني عالمانو تر منځ جوړېدونکې غونډه کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې، چې د راتلونکې جمعې په ورځ د اندونیزیا پلازمېنه جاکارتا کې د افغانستان د سولې او ثبات په تړاو یوه غونډه جوړه شي.

دغه غونده، چې د یوې ورځې له پاره به دوام وکړي، ګډون وال یې د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان دیني عالمان دي، چې شمېر به یې ۴۵ تنه وي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وایي، په غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان د علماو ۱۵ کسیزه پلاوی هم ورغلی دی.

د افغان دیني عالمانو د پلاوي مشرۍ د افغانستان د علماو شورا د رییس مولوي قیاالدین کشاف په غاړه ده او د سولې عالی شورا غړي په دې ناسته کې برخه نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له پاکستاني علماو غوښتي، چې په دغه غونډه کې ګډون ونه کړي، ځکه د دوی په وینا دا به د پاکستان او طالبانو په ګټه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي