د افغان پوځ ۶۰ منسوبین د بلک هاک چورلکو له زده کړو فارغ شول

18 ثور 1397 ساعت 13:36

د UH-60 یا بلک هاک هلیکوپټرو لپاره د افغان هوایي پوځ ۶۰ منسوبین له روزنې فارغ شول او ډېر ژر به د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ ماموریت پیل کړي.


د UH-60 یا بلک هاک هلیکوپټرو لپاره د افغان هوایي پوځ ۶۰ منسوبین له روزنې فارغ شول او ډېر ژر به د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ ماموریت پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ۶۰ تنه منسوبینو د کندهار په هوایي ډګر او دغه راز یو شمېر نورو یې په امریکا کې زده کړې تر لاسه کړې دي.

دوی پرون دوشنبې د غويي ۱۷ مه د فراغت سندونه تر لاسه کړل، چې په اړه یې د کندهار په هوايي ډګر کې یو لړ مراسم هم نیول شوي وو.

په دې مراسمو کې د لوړ پوړو افغان پوځي چارواکو سربېره په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکو هم ګډون کړی وو.

ناټو دغه ورځ د افغان هوايي ځواک له پاره یوه تاریخي ورځ بللې او ویلي یې دي، چې د UH-60 یا بلک هاک هلیکوپټرو لپاره د افغان هوایي پوځ ۶۰ منسوبین پرون له روزنې فارغ شول.

د غوڅ ملاتړ ماموریت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پوځ د هوايي ځواک دغه منسوبین به ډېر ژر د بلک هاک چورلکو په وسیله د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې فعالیت پیل کړي.

په خبرپاڼه کې د د غوځ ملاتړ ماموریت د هوایي ځواکونو قوماندان جنرال فليپ سټوارټ له قوله ویل شوي، چې د بلک هاک چورلکو معرفي افغان هوایي ځواکونو لپاره د نوې عصر په لور د نوې سهار د پیل په څېر ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104065

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104065/

جمهور
  https://www.jomhornews.com