۰

مشرانو جرګې مجاهدینو ته د سپکاوي د مخنیوي په طرحه توافق وکړ

سی شنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۳
مشرانو جرګې د دغه جرګې د رییس فضل الهادي مسلم یار له هغه وړاندیز سره توافق وکړ، چې ویلي و مجاهدینو ته د توهین د مخنیوي په خاطر دې یوه طرحه جوړه شي.
مشرانو جرګې مجاهدینو ته د سپکاوي د مخنیوي په طرحه توافق وکړ
مشرانو جرګې د دغه جرګې د رییس فضل الهادي مسلم یار له هغه وړاندیز سره توافق وکړ، چې ویلي و مجاهدینو ته د توهین د مخنیوي په خاطر دې یوه طرحه جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مسلم یارهد غوايي اتمه د مجاهدینو د بریا په لمانځ غونده کې و ویل، چې سنا مجلس به یوه داسې طرحه اماده کړي، تر څو یې پر مټ هغه کسان چې مجاهدینو ته سپکاوی کوي، د قانون منګولو ته وسپارل شي.

ښاغلي مسلم یار د دغه طرحې وړاندیز نن سه شنبې د غويي ۱۸ مه د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وکړ، چې د جرګې د غړو له خوا هم ورسره تاييد شو.

د مشرانو جرګې رییس هغه کسانو ته چې مجاهدینو ته سپکاوی کوي په نغوتې سره و ویل«دا خاینان هېڅ حق نه لري، چې په افغانستان کې سیاست وکړي، او د افغانستان د خلکو د مقدساتو په اړه څرګندونې وکړي، د دوی مخه باید ونیول شي.»

هغه ټینګار وکړ، چې دغه طرحه د افغانستان د مجاهدو خلکو د مقدساتو څخه د دفاع په خاطر جوړېږي او له طرحې ورسته چې هر چا مجاهدینو ته توهین وکړ، د دغه طرحې پر مټ به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

نوموړي و ویل، دغه طرحه به عدلي او قضايي ارګانونو ته دا مجال ورکړي تر څو هغه کسان چې پر ملي او جهادي شخصیتونو ورغورځي او توهین ورته کوي، تر تعقیب او قانوني څار لاندې ونیسي.

د مشرانو جرګې رییس یو ځل بیا یادونه وکړه، چې د څو محدودو جهادي رهبران له امله چې د چوکۍ په خاطر یې جګړه کړې نه باید ټولو مجاهد ولس او مجاهدینو ته توهین وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي