۰
مشرانو جرګه:

برمک دې د پارلمان هغه غړي افشا کړي، چې له تورو ښيښو موټر ناوړه ګټه اخلي

سی شنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۷
د مشرانو جرګې غړي وایي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک دې د ملي شورا هغه غړي افشا کړي، چې تورې ښيښې لرونکي موټر لري او کابل ښار کې ترې ناوړه ګټه پورته کوي.
برمک دې د پارلمان هغه غړي افشا کړي، چې له تورو ښيښو موټر ناوړه ګټه اخلي
د مشرانو جرګې غړي وایي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک دې د ملي شورا هغه غړي افشا کړي، چې تورې ښيښې لرونکي موټر لري او کابل ښار کې ترې ناوړه ګټه پورته کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سنا مجلس ګڼ شمېر غړو د نن سه شنبې غويي ۱۸ مه په غونده کې و ویل، چې د کورنیو چارو وزیر د ملي شورا په غړو تور پورې کړی، چې باید ثابت یې کړي.

د دوی په وینا د کورنیو چارو وزیر د یک شنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د ځوابونو پر مهال ویلي، چې د پارلمان ځینې غړي د تورو ښيښو موټر لري او له هغوی په کابل ښار کې ناوړه ګټه پورته کوي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار و ویل، چې وزیر د پارلمان په غړو ادعا وکړه، خو د دې جرئت یې ونکړه، چې د دغه کسانو چې له تورو ښيښو موټر ناوړه ګټه اخلي نومونه افشا کړي.

دغه راز د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار هم و ویل، چې د کورنیو چارو وزیر باید دا ثبوت کړي، چې د مشرانو جرګې او یا هم د ولسي جرګې پلانی غړی تورې ښيښې موټر لري او ناوړه ګټه ترې اخلي.

د جرګې ځینو غړو بیا د کورنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پارلمان او د پارلمان غړو ته سپکاوی وباله او ټینګار یې وکړ، چې وزیر دې لومړی دا خبره ثباته کړي او که نه وي نو له ولس نه دې بښنه وغواړي.

دا به داسې حال کې ده، چې د مشرانو جرګې یو تن غړي داوود غفاري و ویل، چې یو تورې ښيښې لرونکی موټر په درغلۍ او تزویز سره د ده د موټر له کار څخه په ګټې اخیستنې سره په کابل ښار کې ګرځي، چې باید د پولیسو له خوا ونیول شي.

نوموړي و ویل، چې دغه موټر یې خپله هم په کابل ښار کې څو ځلې تعقیب کړی هم دی، خو په تېښته بریالی شوی دی.

د مشرانو جرګې رییس و ویل، که چېرته څوک د مشرانو جرګې د غړو د وسایطو له کارتونو په جعل او تزویز سره ګټه اخلي باید د پولیسو له خوا تعقیب او ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي