۰
اوباما:

ټرمپ اشتباه وکړه او د امریکا نېږدې متحدانو ته یې شاه کړه

چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۲
د امریکا مخکني ولسشمر بارک اوباما له ایران سره د شوي اټومي تړون څخه د امریکا وتلو ته په غبرګون کې ویلي، چې ولسمشر ټرمپ تېروتنه وکړه او په دې کار سره یې خپلو نېږدې متحدانو ته شاه کړه.
ټرمپ اشتباه وکړه او د امریکا نېږدې متحدانو ته یې شاه کړه
د امریکا مخکني ولسشمر بارک اوباما له ایران سره د شوي اټومي تړون څخه د امریکا وتلو ته په غبرګون کې ویلي، چې ولسمشر ټرمپ تېروتنه وکړه او په دې کار سره یې خپلو نېږدې متحدانو ته شاه کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ له ډېرو سلا مشورو وروسته د افغانستان په وخت نن شپه /سې شنبه/ له شوي اټومي تړونه د وتلو اعلان وکړ.

نوموړي  ایران د ترهګرو ډولو لکه حزب الله، حماس، القاعده او طالبانو په مرسته او ملاتړ تورن کړ، او ویې ویل، چې د ایران سره د اورپايي هېوادونو په ګډون شوی تړون د ګټې په ځای د نړۍ په زیان دی.

که څه هم ځینو هغه هېوادونو چې له ایران سره په تړون کې شریک دي، ویلي، چې ایران د تړون درناوی کړی او ټولې ژمنې یې عملې کړې، خو ولسمشر ټرمپ وايي، ایران په پټه نور یورانیم غني کوي او د تړون درناوی نه کوي، نو ځکه امریکا له دغه تړونه وځي.

له امریکا پرته پنځو نورو هېوادونو چې هڅه یې کوله ټرمپ له دغه کاره راوګرځوي، ویلي، چې له ایران سره پر کړې اتومي موافقې ولاړ پاتې کېږي.

د امریکا مخکني ولسمشر بارک اوباما د ټرمپ پر دغه کار نیوکه کړې او په یوه مفصله بیانیه کې یې ویلي، چې په اوس حالت کې د ملي امنیت پرته بل څیز شتون نه لري، چې تر اټومي وسلو ګواښمن وي.

اوباما ویلي دغه نننۍ تصمیم هغه پرته له دې چې ایران د شوي تړون په اړه کوم تېروتنه وکړي، نیول یوه لویه تېروتنه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې به دې کار سره به امریکا له دوه لارو سره مخ شي یو اټومي وسله لرونکی ایران او بل هم په منځنۍ آسیا کې جګړه.

اوباما ټینګار کړی، چې ټول د ایران د اټومي کېدل ګواښ بولي او دغه ایران چې اوس ګواښمن بلل کېږي، په دې کار سره به نور هم تحریک شي، او زموږ ملګري به د منځه تلو له ګواښ سره مخامخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي