د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا شمالی کوریا ته تللی دی

19 ثور 1397 ساعت 10:08

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو یو ځل بیا د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ یانګ ته سفر کړی دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو یو ځل بیا د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ یانګ ته سفر کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا په تېرو دوه میاشتو کې شمالي کوریا ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دوهم سفر دی، چې تر سره کېږي.

د دغه سفر موخه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون تر منځ د لیدو کتو او خبرو اترو زمینه برابرول ښودل شوی دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه میاشت وړاندې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه پټ سفر شمالي کوریا ته تللی وو.

ټاکل شوې، چې په نېږدې راتلونکې کې ټرامپ او د هغه سیال اون به د شمالي او جنوبي کوریاګانو تر منځ پوله کې خبرې اترې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 


د مطلب کود: 104102

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104102/

جمهور
  https://www.jomhornews.com