۰

بادغیس کې طالبانو د نوم لیکنې په یوه مرکز برید کړی دی

چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۶
سیمه ییز ولایتي چارواکي وايي، بادغیس ولایت کې وسله والو طالبانو د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې په یوه مرکز برید کړی، چې مرګ ژوبله هم لري.
بادغیس کې طالبانو د نوم لیکنې په یوه مرکز برید کړی دی
سیمه ییز ولایتي چارواکي وايي، بادغیس ولایت کې وسله والو طالبانو د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې په یوه مرکز برید کړی، چې مرګ ژوبله هم لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بادغیس د ولایتي شورا رییس عزیز بیک زیاته کړې، چې طالبانو د بادغیس ولایت اړوند د لامان په سیمه کې د نوم لیکنې په یوه مرکز برید کړی دی.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو په دغه برید کې د افغان پوځ ۸ سرتېري شهیدان شوي، درې تنه ټپیان او یو یې هم ورک شوی دی، خو په وینا یې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

د بادغیس مرستیال والي فیض محمد میرزا زاده د نوم لیکنې په مرکز د طالبانو د برید پخلی کوي، خو وايي، د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه دقیق معلومات نه لري.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي، د بادغیس د قادس ولسوالۍ د قادس خوردک په سیمه کې ۱۵ سیمه ییز پاڅونکوونکي هم د طالبانو سره یو ځای شوي دي.

جمهورخبري آژانس:بادغیس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي