امریکايي سناتور افغان ژباړونکو ته ویزو د ورکړې غوښتنه کړې ده

19 ثور 1397 ساعت 10:27

د امریکا یوه دیموکرات سناتور جین شاهین وایي، امریکا دې هغه افغانانو ته ۴ زره ویزې ورکړي، چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو سره مرسته کوله.


د امریکا یوه دیموکرات سناتور جین شاهین وایي، امریکا دې هغه افغانانو ته ۴ زره ویزې ورکړي، چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو سره مرسته کوله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، دغه لایحه به د افغانانو د کډوالۍ له پاره د ځانګړو ویزو موده هم د یو کال لپاره وغځوي.

دغه امریکايي سناتور زیاته کړې، چې افغانانو ته د نورو ویزو ورکول مسله ډیره مهمه ده ځکه چې د امریکا ولسمشر تیر کال افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو اعلان وکړ.

د هغه په وینا په روان کال کې د افغانانو لپاره ٣٥٠٠ ویزو ترلاسه کولو کې کامیابه شوی دی.

د رپورټونو په اساس اوس هم په افغانستان کې د لسو زرو پورې ترجمانان موجود دي چې د امریکایي ځواکونو سره یې مرسته کړی ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 104105

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104105/

جمهور
  https://www.jomhornews.com