کابل کې په ۱۰مه او ۱۳ مه حوزو ځانمرګي او وسله وال بریدونه شوي

19 ثور 1397 ساعت 11:53

پلازمېنه کابل ښار کې پر ۱۰ مې او ۱۳ مې امنیتي حوزو باندې ځانمرګي او ډلیز وسله وال بریدونه شوي، چې لا هم د امنیتي ځواکونو او بریدګرو تر منځ جګړه روانه ده.


پلازمېنه کابل ښار کې پر ۱۰ مې او ۱۳ مې امنیتي حوزو باندې ځانمرګي او ډلیز وسله وال بریدونه شوي، چې لا هم د امنیتي ځواکونو او بریدګرو تر منځ جګړه روانه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لومړی برید نن چهارشنبې د غويي ۱۹ مه غرمه مهال شاوخوا ۱۱:۳۰ په ۱۳ مه حوزه وشو، او له هغې نیم ساعت وروسته بریدګرو په ۱۰ مه حوزه کې هم برید کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش وايي، لومړی د ۱۳مې حوزې د قرول مخکې ته یوه ځانمرګي ځان ته چاودنه ورکړې او وروسته بل ځانمرګی یوې ودانۍ ته ننوتی او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له دې نیم ساعت وروسته یوه ځانمرګي د لسمې حوزې اړوند شهرنو کې ځان ته چاودنه ورکړې او څو تنه نور بریدګر ځینو ودانیو ته د ننه شوي او جګړه کوي.

دانش وایي، دواړو سیمو ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او سیمې دا مهال کلابندې او د بریدګرو د لمنځه وړلو عملیات پیل شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته، خو وروسته به جزیات له رسنیو سره شریک شي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي تر څو له دواړو سیمو څلور تنه ټپیان روغتونو ته وړل شوي دي.

مخکني معلومات:

د کابل ښار په ۱۰ مې او ۱۳مې حوزو چاودنې او وسله وال بریدونه شوي

د کابل په ۱۰ مه او ۱۳ مه امنیتي حوزو چاودنې او وسله وال برید شوی، خو تر اوسه پورې د پېښې د زیان په اړه معلومات نشته دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزی د پېښې د پخلي تر ځنګ وايي، نن چهارشنبې د غويي ۱۹ مه شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې لومړی د ۱۳ مې امنیتي حوزې مخې ته چاودنه شوې او وروسته په وقفيي ډول ډزې روانې دي.

نوموړي و ویل، چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلې او کلابنده شوې ده، خو تر اوسه د برید د نوعیت او نور زیان په اړه معلومات نشته.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې په لسمه امنیتي حوزه کې هم چاودنه شوې، خو تر اوسه یې په اړه معلومات نشته.

بل خوا عیني شاهدان وایي، د کابل ښار په ۱۰ مه امنیتي حوزه تر چاودنې وروسته وسله واله نښته هم رامنځ ته شوې ده، خو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې سره تر څنګ دا هم ویل کېږي، څلور چاودنې په ۱۳ مه امنیتي حوزه کې او درې هغه یې په ۱۰ مه امنیتي حوزه کې شوي دي.

د خبرجزیات به وروسته په لیکه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 


د مطلب کود: 104112

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104112/

جمهور
  https://www.jomhornews.com