کندهار کې طالبانو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

19 ثور 1397 ساعت 15:38

د کورنیو چارو وزارت وايي، په کندهار ولایت کې د له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۲۱ وسله وال طالبان او دوه پولیس وژل شوي دي.


د کورنیو چارو وزارت وايي، په کندهار ولایت کې د له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۲۱ وسله وال طالبان او دوه پولیس وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت نن چهارشنبې د غويي ۱۹ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې تېره شپه د کندهار په خاکریز او میوند ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د خاکریز ولسوالۍ د دروېشان په سیمه کې د جګړې پر مهال ۱۵ وسله وال وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په دې جګړه کې دوه پولیس هم وژل شوي او ۵ نور سرتېري ټپیان شوي دي.

دغه راز په یاده خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د میوند ولسوالۍ د شل غمي په سیمه کې هم د جګړې پر مهال د یوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې نښتو کې یو میل دهشکه، یو عراده موټر، ۷ کړۍ ماینونه او ۷ ډزه د راکټ مرمۍ هم له منځه وړل شوي دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104122

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104122/

جمهور
  https://www.jomhornews.com