۰

د کابل په پرونیو بریدونو کې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۳
د پلازمېنې کابل ښار په ۱۰ مه او ۱۳ مه امنیتي حوزو په پرونیو ډلیزو ځانمرګو بریدونو کې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې نېږدې ټول یې ولسي وګړي دي.
د کابل په پرونیو بریدونو کې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د پلازمېنې کابل ښار په ۱۰ مه او ۱۳ مه امنیتي حوزو په پرونیو ډلیزو ځانمرګو بریدونو کې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې نېږدې ټول یې ولسي وګړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل ښار په ۱۰ مه او ۱۳ مه حوزو باندې تېره ورځ چهارشنبې د غويي ۱۹ مه غرمه مهال ډلیز ځانمرګي بریدونه وشول.

لومړی برید د ښار لوېدیځ لور د دشتي برچي په سیمه کې په ۱۳ امنیتي حوزه وشو او تر هغې نیم ساعت وروسته شپږ تنه نور بریدونو په شهرنو سیمه کې پر لسمه امنیتي حوزه برید وکړ.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد پرون ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې و ویل، چې په ۱۳ مه امنیتي حوزه دوه ځانمرګو برید کړی و، چې یو یې چاودنه کړې وه او بل یې د پولیسو په ډزو وژل شوی وو.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې په ۱۰ مه حوزه بیا څلورو ځانمرګو برید کړی و، چې دوو یې لومړی چاودنه کړې او دوه نور یې چې یوې ودانۍ ته ننوتي و، د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې و وژل شول.

که څه هم کورنیو چارو وزارت د یادو بریدونو د مرګ ژوبله څه نه دي ویلي، خو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په دې بریدونو کې ۷ تنه شهیدان شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د دې بریدونو مسؤولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی، خو د ملي امنیت ریاست وايي، دا بریدونه د حقاني شبکې له خوا د لشکر طیبه په مرسته تر سره شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي