۰

د بلچراغ ولسوالي بېرته افغان ځواکونو ونیوله

پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۱
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ بېرته د کمانډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو نیولې ده.
د بلچراغ ولسوالي بېرته افغان ځواکونو ونیوله
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ بېرته د کمانډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ولسوالۍ په بیا نیولو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملي پوځ د دغه ولسوالۍ د نیولو له پاره عملیات پیل کړي، خو کله چې کمانډو سیمې ته ورسېدل ولسوالي له طالبانو ونیول شوه او هغوی ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

سرچینه وایي، په دې نښته کې د طالبانو مهم او کلیدي قوماندانان هم وژل شوی، چې نومونه او هویت به یې ډېر ژر له رسنیو سره شریک کړای شي.

باید و ویل شي، چې د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ پرون د څو ساعتونو له پاره د طالبانو لاس ته لوېدلې وه، خو ډېر ژر بېرته افغان ځواکونو ونیوله.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي