اروپايي ټولنه وايي افغانستان کې ټاکنې سولې ته زمینه برابروي

20 ثور 1397 ساعت 9:13

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې سفیر پیري میاودون وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د افغانستان د سولې له پاره زمینه برابروي.


د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې سفیر پیري میاودون وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د افغانستان د سولې له پاره زمینه برابروي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پیري میاودون دغه څرګندونې تېره ورځ چهارشنبې د غويي ۱۹ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

نوموړي و ویل، چې دغه ټاکنې د سولې له پاره یو چانس برابروي او په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون به وسله والو ډلو ته دا پیغام ورکړي، چې افغان ولس نور له جنګ جګړو ستړی شوی دی.

د هغه په وینا په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون به ترهګرو ډلو ته دغه پیغام ورکړي، چې افغان ولس افراطیت ته نه وايي.

اروپايي ټولنه دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې بهیر د تېرې وري میاشتې له ۱۵ مې پیل شوې او لا هم دوام لري.

که څه هم د نوم لیکنې بهیر له یو لړ ستونزو سره مخ دی، چې تر ټولو لوی خنډ یې امنیتي ګواښونه دي او د همدې ګواښونو له امله ځینې مرکزونه تړل شوي، خو بیا هم د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې د ټول هېواد په کچه ۱۳ لکه کسانو نوم لیکنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104137

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104137/

جمهور
  https://www.jomhornews.com