۰
دفاع وزارت:

د بلچراغ ولسوالۍ په جګړه کې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي

پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۲
د ملي دفاع وزارت وایي، د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ د بېرته نیولو په عملیاتو کې د دریو قوماندانانو په ګډون ۲۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بلچراغ ولسوالۍ په جګړه کې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي
د ملي دفاع وزارت وایي، د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ د بېرته نیولو په عملیاتو کې د دریو قوماندانانو په ګډون ۲۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دفاع وزارت نه نن پنشنبې د غويي ۲۰ مه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د بلچراغ ولسوالي تېره ورځ د څو ساعتونو له پاره د طالبانو لاس ته ولوېده، خو د همدې ورځې په ۴:۳۰ بجو افغان ځواکونو بېرته دغه ولسوالي تر خپل کنټرول لاندې راوسته.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ولسوالۍ د بېرته نیولو له پاره د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د ۳ قوماندانانو په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي او د افغان ځواکونو چاڼیز عملیات لا هم دوام لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي