۰

د لومړي ځل له پاره د یوه افغان خبریال د وژلو عاملین نیول کېږي

پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۴
د خوست والي حکم خان حبیبي وايي، په دغه ولایت کې د بي بي سي د خبریال احمدشاه په وژلو او دغه راز د یعقوبیو اډې په جومات په بمي برید کې ښکېل کسان نیول شوي دي.
د لومړي ځل له پاره د یوه افغان خبریال د وژلو عاملین نیول کېږي
د خوست والي حکم خان حبیبي وايي، په دغه ولایت کې د بي بي سي د خبریال احمدشاه په وژلو او دغه راز د یعقوبیو اډې په جومات په بمي برید کې ښکېل کسان نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې والي حبیبي نن پنشنبې د غويي ۲۰ مه خوست کې د ټاکنو له پاره نوم لیکنې ته د خلکو د هڅولو په غونده کې دغه څرګندونې وکړې.

نوموړي و ویل، چې امنیتي ځواکونو هغه کسان نیولي، چې د احمدشاه په وژلو او دغه راز په جومات کې په چاودنه کې یې لاس درلود خو په دې اړه یې نور معلومات ورنکړل.

والي و ویل، چې نیول شوي کسان دوسیې به تر لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

که چېرې د خبریال احمدشاه د قتل عاملین نیول شوي و نو دا به د خپل ډول لومړنۍ لاس ته راونه وي، چې د یوه خبریال وژونکو نیول کېږي.

تر دې وړاندې لسګونه خبریالان وژل شوي او یا هم تاوتریخوالی ورسره شوی دي، خو تر اوسه یې د یوه عاملین هم نه دي نیول شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي