اندونیزیا کې د دیني عالمانو غونډه:

ځانمرګي بریدونه او ترهګري د اسلام د اصولو خلاف دي

22 ثور 1397 ساعت 9:23

د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان دیني عالمانو په ګډه غونده کې ویلي، چې ترهګري، چې په هغې کې ځانمرګي بریدونو او د ملکي وګړو پر وړاندې زوریاتی شامل دی، د اسلام د اصولو خلاف او په ټکر کې اعمال دي.


د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان دیني عالمانو په ګډه غونده کې ویلي، چې ترهګري، چې په هغې کې ځانمرګي بریدونو او د ملکي وګړو پر وړاندې زوریاتی شامل دی، د اسلام د اصولو خلاف او په ټکر کې اعمال دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اندونیزیا، افغانستان او پاکستان علماو تېره ورځ جمعه (د غويي ۲۱) د اندونیزیا پلازمېنه جاکارتا کې غونډه درلوده.

دغه غونډه په افغانستان کې د سولې- ثبات ا وجګړې ته د پای ټکي اېښودلو په خوخه جوړه شوې وه، چې په کې د دریو واړو هېوادونو مخکښو علماوو برخه اخیستې وه.

د غونډې برخوالو دیني عالمانو په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ، چې جګړه بس کړي او د سولې خبرو اترو ته غاړه کېږدي.

دیني عالمانو په ځانګړي توګه پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له جګړې لاس په سر شي او د سولې په تړاو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وړاندیز ومني.

غونده کې یو ۱۲ مادیزه پرېکړلیک هم صادر شو، چې په یوه ماده کې یې راغلي«موږ یو ځل بیا ټینګار کو، چې تاوتریخوالی او ترهګري نه باید په یوه دین، ملت، تمدن او قوم پورې وتړل شي، ځکه تاوتریخوالی او ترهګري، چې په هغې کې ځانمرګي بریدونه او د ملکي وګړو وژل شامل دي، د اسلام د مبارک دین له اصولو سره په ټکر کې دي.»

دیني عالماو په دې پرېکړه لیک کې یو ځل بیا ویلي، چې سوله یو الهي امر دی او د جګړې ښکېلې غاړې باید دغه امر ته غاړه کېږدي او نور جګړې بس کړي.

دیني عالمانو د افغانستان د سولې د طرحه شوي وړاندیز د ملاتړ تر څنګ د سیمې، اسلامي نړۍ او ځینو نورو هېوادونو له خوا د افغانستان د سولې څخه د ملاتړ مننه کړې ده او ویلي یې دي، چې اسلام هېوادونه باید د ورڼو په شان په یوه لیکه کې ودرېږي او تر خپل منځ ښې اړیکې جوړې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 104175

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104175/

جمهور
  https://www.jomhornews.com