د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر:

پر طالبانو به فشارونه او د افغان هوايي او ځانګړو ځواکونو به شمېر ډېر کړو

22 ثور 1397 ساعت 9:42

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل وایي، پر وسله والو طالبانو به پوخي، ټولنیز او دیپلوماتیک فشارونه زیات کړي تر څو دغه ډله د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.


د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل وایي، پر وسله والو طالبانو به پوخي، ټولنیز او دیپلوماتیک فشارونه زیات کړي تر څو دغه ډله د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ووټل دغه څرګندونې په تاجکستان کې د دغه هېواد ولسمشر امام علي رحمان سره په خبرو کې کړې دي او زیاته کړې یې ده، چې طالبان نه شي کولای د جګړې له لارې هدف ته ورسېږي.

د تاجکستان د ولسمشرۍ ماڼي په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جنرال ووټل و ویل، چې پر طالبانو د پوځي فشارونو د زیاتولو له پاره به امریکا د افغان هوايي او ځانګړو ځواکونو شمېر زیات کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې« د پوځي فشار د برخې په توګه، موږ د افغان ځانګړو ځواکونو شمېر دوه او د افغان هوايي ځواکونو شمېر درې برابره کوو.»

د جنرال ووټل په خبره چې روان کال به د دوی عملیات د افغان ولس د خوندیتوب د زیاتولو او په مني کې د پارلماني ټاکنو د امنیت پر برابرولو راڅرخي.

په ورته وخت کې امام علي رحمان او جنرال ووټل د افغان- تاجک پولې پر امنیت او د نشه يي توکو په قاچاق هم خبرې کړې دي.

ووټل د تاجکستان ولمسشر ته ویلي، چې امریکا به تاجک امنیتي چاروتو ته ۱۸ میلیونه ډالر ورکړي، تر څو دا پیسې د افغان- تاجک ګډې پولې د لا خوندیتوب له پاره  په ټیکنالوجۍ، وسایلو، ودانیو او نورو برخو ولګېږي.

باید و ویل شي، چې ووټل له ښاغلي رحمان سره تر خبرو وړاندې خبریالانو ته ویلي و، چې د نشه يي توکو د قاچاق په مخنیوي کې مرسته ‌‌‌فوق العاده مهمه ده، ځکه وسله وال طالبان د جګړې د ماشین په توګه کار ورڅخه اخلي.

هغه زیاته کړې وه، چې دا کار یوازې د تاجکستان، بلکې د سیمې د ټولو هېوادونو، ایران، پاکستان او نورو لپاره مهم دی، پر دې سرحدونو د نشه يي توکي قاچاق کېږي او ګټه یې وسله والو طالبانو ته ورځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104178

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104178/

جمهور
  https://www.jomhornews.com