امریکا له شمالي کوریا سره د اقتصادي بیارغونې ژمنه کړې ده

22 ثور 1397 ساعت 10:06

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، که چېرې شمالي کوریا د اټومي وسلو د ژر له منځه وړلو له پاره اقدام وکړي، امریکا د دغه هېواد سره د اقتصادي بیارغونې په برخه کې مرسته وکړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، که چېرې شمالي کوریا د اټومي وسلو د ژر له منځه وړلو له پاره اقدام وکړي، امریکا د دغه هېواد سره د اقتصادي بیارغونې په برخه کې مرسته وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پمپیو چې تازه له پیونګ یانګ څخه امریکا ته رسېدلی ویلي، چې سپنه ماڼي چمتو ده، چې له شمالي کوریا څخه د اقتصادي بندیزونو په لرې کولو کې مرسته وکړي.

پمپیو تېره ورځ جمعه د غوايي ۲۱ مه خبریالانو ته ویلي، چې امریکا د خپل دوست هېواد سویلي کوریا سره په ګډه چمتو ده، چې د پیونګ یانګ په غوړېدا او اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې له دریو خوشي شویو امریکايي زندانیانو سره یو ځای امریکا ته ورسېدل، د شمالي کوریا له ولسمشر کیم جونګ اون سره خپل خبرې ګټورې او ښې وبللې.

باید و ویل شي، چې پمپیو د دې خبرو تر څنګ د امریکا د ولسمشر او د شمالي کوریا د ولسمشرانو د لیدنې په اړه هم د شمالي کوریا له چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.

ویل کېږي، چې د امریکا او شمالي کوریا ولسمشران ښايي د جون میاشتې په ۱۲ مه په سنګاپور کې سره وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104181

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104181/

جمهور
  https://www.jomhornews.com