پاکستان پر امریکايي ديپلوماتانو بندیزونه وضع کړي دي

22 ثور 1397 ساعت 10:12

وروسته له هغې چې امریکا په واشنګټن کې پر پاکستاني دیپلوماتانو بندیزونه وضع کړل، پاکستان هم په ورته اقدام لاس پورې کړی او پر امریکايي دیپلوماتانو یې بندیز لګولی دی.


وروسته له هغې چې امریکا په واشنګټن کې پر پاکستاني دیپلوماتانو بندیزونه وضع کړل، پاکستان هم په ورته اقدام لاس پورې کړی او پر امریکايي دیپلوماتانو یې بندیز لګولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکا څه موده وړاندې پر پاکستان دیپلوماتانو د بندیزونو لګولو پر مهال ویلي و، چې له دې بندیزونو وروسته پاکستاني ديپلوماتان نه شي کولی، چې له ټاکلې محدودوې ډېر په امریکا کې د ننه سفرونه وکړي.

له دې وروسته پاکستان هم په امریکایي ديپلوماتانو وروته بندیزونه لګولي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي دغه بندیزونه سر له نن پر دغه دپيلوماتانو د عملي کېدو وړ دي.

باید و ویل شي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه ناندرۍ وروسته له دې راولاړې شوې چې یوه امریکایي ديپلومات په اسلام اباد کې یو پاکستانی په ترافیکي پېښه کې و واژه.

دغه ديپلومات تر اوسه په پاکستان کې ګرځول شوی او د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104183

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104183/

جمهور
  https://www.jomhornews.com