فراه کې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

22 ثور 1397 ساعت 11:44

د فراه د ولایتی شورا چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې پر ګڼو امنیتي پوستو بریدونو کې ګڼو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


د فراه د ولایتی شورا چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې پر ګڼو امنیتي پوستو بریدونو کې ګڼو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی زیاتوي، چې طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د فراه په بالابلوک، لاش، جوین ولسوالیو او فراه رود په لویه لار پر یو شمېر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه کړي دي.

د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي ویلي، د طالبانو په بریدونو کې تر ۴۰ پورې افغان سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې جګړو کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه لري.

په ورته وخت کې د فراه د والي ویاند ناصر مهري وايي، د طالبانو په بریدونو کې ۲۰ امنیتي سرتېري وژل شوي او نېږدې ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

مهري په دې اړه نور معلومات ورنکړل، خو زیاته یې کړه، چې د جګړې په میدان کې افغان ځواکونه غښتلي دي او طالبان یې پر شاه تمبولي.

وسله والو طالبانو هم د دغه بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې افغان ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

تر اوسه پورې دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فراه


 


د مطلب کود: 104188

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104188/

جمهور
  https://www.jomhornews.com