دفاع وزارت:

فراه کې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او ۴۵ طالبان وژل شوي دي

22 ثور 1397 ساعت 11:55

د ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د طالبانو هغه بریدونه په شاه تمبولي، چې د فراه ښار د نیولو له پاره یې پیل کړي وو.


د ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د طالبانو هغه بریدونه په شاه تمبولي، چې د فراه ښار د نیولو له پاره یې پیل کړي وو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن شنبې د غويي ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو له څو لورو په فراه ښار بریدونه کړي او هڅه یې کوله، چې دغه ښار ونیسي.

خو په وینا یې وسله وال طالبان د جګړې پر مهال د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره تر مخ کېدو وروسته په شاه تمبول شوي او د فراه ښار د نیولو هڅه یې شنډه کړای شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه جګړه کې ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت وايي، په جګړه کې ۱۶ افغان سرتېري هم شهیدان شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي ویلي، د طالبانو په بریدونو کې تر ۴۰ پورې افغان سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د فراه په بالابلوک، لاش، جوین ولسوالیو او فراه رود په لویه لار پر یو شمېر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه کړي دي.

طالبانو خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو د بریدونو د پخلي تر څنګ یې د ګڼو افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104189

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104189/

جمهور
  https://www.jomhornews.com