پکتیا کې څلور وسله وال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي

22 ثور 1397 ساعت 14:04

سیمه ییز چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې څلور تنه وسله وال هغه مهال د خپل ماین په چاودنه کې و وژل شول، چې د سړک پر سر یې خښ کړي.


سیمه ییز چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې څلور تنه وسله وال هغه مهال د خپل ماین په چاودنه کې و وژل شول، چې د سړک پر سر یې خښ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پکتیا ولایت امنیه قومانداني نن شنبې د غويي ۲۲ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه د پکتیا ولایت په احمدآبا ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

خبرپاڼه وایي، د احمدآباد ولسوالۍ د منګ ډنډ په سیمه کې څلورو تنو وسله والو غوښتل چې د سړک د غاړې ماینونه ځای پر ځای کړي، خو پر دوی یې خپله چاودنه کړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې څلور واړه ماین خښوونکي وسله وال وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه اوونۍ وړاندې د همدې ولسوالۍ ولسوال حضرت محمد رودوال د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ټپي شوی و.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 


د مطلب کود: 104190

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104190/

جمهور
  https://www.jomhornews.com