۰

زابل کې ۳۴ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

شنبی ۲۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۵
سیمه ییز چارواکي وايي، په زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه دلیز برید کې ۳۴ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
زابل کې ۳۴ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، په زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه دلیز برید کې ۳۴ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې د وسله والو طالبانو یوې ډلې تېره شپه د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د مرکزي کمربند پر پوستو بریدونه پیل کړي، چې جګړه لا هم دوام لري.

د زابل یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي، چې په دغه بریدونو کې ۲۲ افغان پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د زابل مرستیال والي رحمت الله یارمل هم مني چې طالبانو د زابل په دریو شمالي ولسوالیو، ارغنداب، میزانه او دایچوپان ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه کړي دي.

نوموړی زیاتوي، چې دغې جګړو څخه دوی ته د ۱۸ افغان پولیسو د وژل کېدو معلومات ورکړل شوي، خو وايي افغان ځواکونو هم طالبانو ته درانده زیانونه اړولي دي.

مرستیال وایي، د افغان ځواکونو په ځوابیه برید او عملیاتو کې افغان سرتېرو دوه چنده وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په وینا دا مهال سیمې تازه دمه ځواکونه هم رسېدلې او دېر ژر به د طالبانو پر ضد عملیات پیل او دغه سیمې به د دوی له شتون څخه پاکې شي.

کورنیو چارو وزارت او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې له تېرې ورځې راهیسې په فراه ولایت کې هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سختې نښتې شوې دي.

د فراه د ولایتي شورا چارواکي وايي، د طالبانو په برید کې ۴۰ سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي، خو دفاع وزارت یوازې د ۱۶ سرتېرو د وژل کېدو او ۴ د ټپي کېدو پخلی کوي.

دفاع وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په فراه کې د جګړې پر مهال ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي