د ۱۴ ولایتونو له پاره نوي امنیه قوماندانان وټاکل شول

22 ثور 1397 ساعت 14:27

د کورنیو چارو وزارت د ۱۴ ولایتونو او پولیسو دوه زونونو له نوي امنیه قوماندان ټاکلي او لس پخواني قوماندانان یې احتیاط ته لېږلي دي.


د کورنیو چارو وزارت د ۱۴ ولایتونو او پولیسو دوه زونونو له نوي امنیه قوماندان ټاکلي او لس پخواني قوماندانان یې احتیاط ته لېږلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت چارواکو نن شنبې د غويي ۲۲ مه کابل کې د یوې غونډې پر مهال د نویو امنیه قوماندان د ټاکل کېدو اعلان وکړ او هغوی یې د وزارت منسوبینو ته وروپېژندل.
د کورنیو چارو وزارت په دغه نویو ګمارونو کې پاسوال خلیل الله د ۳۰۳ زون قوماندان او مل پاسوال زار محمد د ۸۰۸ زون د قوماندان په توګه ټاکلي دي.

دغه راز عبدالباقي نورستاني د کندز، امین الله امرخیل د هرات، عبدالرحمن اقتاش د تخار، اختر محمد نورزی د خوست، نبي جان ملاخیل د فاریاب، عبدالقیوم باقي زوی د سرپل، محمد ابدالي د لوګر، عبدالروف ارزګاني د لغمان، فرید مشعل د غزني، سید عباس سادات د نورستان، محمد صابر د بدخشان، غلام سخي غفوري د دایکندي او احمد فهیم قایم د بادغیس لپاره د امنیه قومندانانو په توګه ګمارلشوي دي.

د دغه امنیه قوماندانانو د معرفۍ په مراسمو کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک له هغوی وغوښتل، چې له فساد او ترهګرۍ سره کلکه مبارزه وکړي او خپله ایماني، اسلامي او هېوادنۍ دنده په ښه توګه تر سره کړي.

د کورنیو چارو وزیر هغوی ته ګواښ وکړ، چې که چېرته کوم قوماندان د فساد په کومه دوسیه کې ښکېل ولیدل او یا هم وظیفوي غلفت وکړي نور پر وړاندې به یې جدي اقدامات تر سره او عدلي او قضايي ارګانونو ته به وسپارل شي.

دغه راز د کورنیو چارو وزیر له نویو ګمارل شویو کسانو څخه په کار کې د صداقت تر څنګ له ولس او خلکو څخه هم وغوښتل، چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او له هغوی سره په ګډه د هېواد ښې رازۍ، پرمختګ، سولې او جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104193

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104193/

جمهور
  https://www.jomhornews.com