۰

د سرپل ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی دی

شنبی ۲۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۴
د ملي دفاع وزارت وايي، د سرپل ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي ظریف د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
د سرپل ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی دی
د ملي دفاع وزارت وايي، د سرپل ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي ظریف د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نن شنبې د غويي ۲۲ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې مولوي ظریف په فاریاب ولایت کې وژل شوی دی.

سرچینه کاږي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریایب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې عملیات کړي، چې پر مهال یې ۳۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دفاع وزارت وايي، په دغه عملیاتو کې ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو کسانو کې د سرپل ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي ظریف او دغه راز یو بل طالب قوماناندان مولوي هاشم هم شتون لري.

په ورته وخت خبرپاڼه زیاتوی، چې د بلخ ولایت په چمتال ولسالۍ کې هم د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو دوه له چاوېدونکو توکو ډک موټر او د هغوی یو پتځای هم له منځه وړل شوي دي.

دغه شان خبرپانه زیاتوي، چې د بدخشان ولایت په درایم او جرم ولسوالۍ کې د افغان پوځ په عملیاتو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي