د ملي دفاع وزیر ایران په ته رسمي سفر تللی دی

23 ثور 1397 ساعت 8:31

د افغانستان د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي د یوه پلاوي په مشرۍ په یوه رسمي سفر ایران ته تللی دی.


د افغانستان د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي د یوه پلاوي په مشرۍ په یوه رسمي سفر ایران ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی بهرامي د خپل ایراني سیال جنرال امیر حاتمي په بلنه دغه هېواد ته ورغلی دی.

ټاکل شوې، چې د ملي دفاع وزیر په د ایران له ملي دفاع وزیر او نورو چارواکو سره پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

که څه د دوی د خبرو په اړه ډېر جزیات نشته خو د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند جنرال محمد رادمنش وايي، ښاغلی بهرامي به د ایراني چارواکو سره د ترهګرۍ ضد مبارزې، نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي او دغه راز د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې د امنیت پر وړاندې ګواښونو او ځینې نورو موضوعاتو خبرې اترې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 104208

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104208/

جمهور
  https://www.jomhornews.com