۰

بغلان کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي

یکشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۶
په بغلان ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله دو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز نېږدې ۱۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
بغلان کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي
په بغلان ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله دو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز نېږدې ۱۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تېره ورځ د غويي ۲۲ مه د بغلان په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه را و وتل، چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

دغه بارانو او سېلابونو په بغلان ولایت کې هم ورانی کړی دی او د دغه ولایت د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر نصیر احمد کهزاد وايي، د سېلابونو د راوتلو له امله دوه تنه مړه شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه راز سېلابونو تر ۱۰۰ پورې کورنه هم وران کړي او پلخمري ښار کې دوه تنه اوسېدونکي هم بې درکه شوي دي.

باید و ویل شي، چې تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې هم د توند باد، باران او تندر د غورځېدو له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې تر څنګ په میدان وردګو ولایت کې هم د سختو سېلابونو له امله د کابل- کندهار لویه لار د څو ساعتونو له پاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي