۰

افغانستان له سعودي او ترکیې سره هم هوايي دهلیزونه پرانیزي

یکشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۳
ټاکل شوې تر راتلونکو دوه اوونیو پورې د افغانستان، سعودي عربستان او ترکیې تر منځ هوايي سوداګریز دهلېزونه پرانستل شي.
افغانستان له سعودي او ترکیې سره هم هوايي دهلیزونه پرانیزي
ټاکل شوې تر راتلونکو دوه اوونیو پورې د افغانستان، سعودي عربستان او ترکیې تر منځ هوايي سوداګریز دهلېزونه پرانستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مالیې او بانکوالۍ په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار او د عامه اړیکو مسوول سمیر رسا تېره ورځ شنبې د غويي ۲۲ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې له سعودي عربستان سره د هوايي دهلیز د پرانستلو تړون لاسلیک شوی او له ترکیې سره به هم ډېر ژر دغه تړون لاسلیک شي.

نوموړي زیاته کړه، افغان حکومت په پام کې لري چې په روان کال کې د څو هوايي دهلېزونو په رامنځته کېدو سره د صادراتو کچه څه باندې یو میلیارد امریکايي ډالرو ته لوړه کړي.

هغه و ویل، چې له سعودي عربستان سره هوایي دهلېز به راتلونکې اونۍ پرانستل شي او په پرانستل کېدو سره به یې په لومړي ځل  پنځه ټنه زعفران او وچه مېوه د یاد دهلېز له لارې دغه هېواد ته صادر شي.

دغه راز هغه ویلي، چې تر دوو راتلونکو ورځو پورې د افغانستان او ترکیې تر منځ د هوايي دهلېز هوکړه لیک هم لاسلیک کېږي.

د رسا په وینا دغه هلیز به د روانې اوونۍ په پای کې پرانستل شي او په پرانستل کېدو سره به یې ۱۵ ټنه سوداګریز توکي د هوايي دهلېز له لارې ترکیې ته ولېږدول شي.

دی وايي، دغه سوداګریزو توکو کې تازه او وچه مېوه، غالۍ، طبي بوټي، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او څرمن شامل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي