امریکا د افغان ځواکونو د تجهیزاتو او مهارتونو ټولې اړتیاوې ارزوي

23 ثور 1397 ساعت 9:25

جګپوړي امریکايي چارواکي وايي، د امریکا پوځ به د افغان ځواکونو د تجهیزاتو او مهارتونو په برخه کې ټولې اړتیاوې وڅېړي، څو یې په اړه بیړني اقدامات وکړي.


جګپوړي امریکايي چارواکي وايي، د امریکا پوځ به د افغان ځواکونو د تجهیزاتو او مهارتونو په برخه کې ټولې اړتیاوې وڅېړي، څو یې په اړه بیړني اقدامات وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل تېره ورځ شنبې د غويي ۲۲ مه کابل کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې کړې دي.

د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي اتمر او جنرال ووټل له ترهګرۍ سره د مبارزې تر څنګ د افغان ځواکونو پر اړتیاوو او هوايي ځواکونو د تجهیز او همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

سرچینه کاږي، چې ښاغلي اتمر په خپلو خبرو کې امریکايي پلاي ته د جنګي فصل په پیلېدو د افغان ځواکونو د چمتوالي په اړه وویل او د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې یې له افغان ځواکونو سره د هوايي ملاتړ پر زیاتیدو ټینګار وکړ.

خبرپاڼه وايي د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل افغان لوري ته ډاډ ورکړی چې ځواکونه به یې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې له افغان ځواکونو سره د بیړنیو اقداماتو په شمول هر ډول همکاریو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې جنرال ووټل تېره ورځ هم ویلي و، چې امریکا به پر طالبانو فشارونه زیات کړي او دغه راز به د افغان پوځ هوايي ځواک او ځانګړي ځواکونه دوه او درې برابره زیات کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104216

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104216/

جمهور
  https://www.jomhornews.com