هلمند کې د افغان پوځ یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده

23 ثور 1397 ساعت 9:35

د ملي دفاع وزارت وایي، د افغان پوځ یوې چورلکې په هلمند ولایت کې د عملیاتو پر مهال بېړنۍ ناسته کړې ده.


د ملي دفاع وزارت وایي، د افغان پوځ یوې چورلکې په هلمند ولایت کې د عملیاتو پر مهال بېړنۍ ناسته کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه چورلکه د تخنکي ستونزو له امله بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یادې چورلکې د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ د یخچال په کلي کې د عملیاتو پر مهال تخنیکي ستونزه پیدا کړې او ناسته یې کړې ده.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې وروسته دغه خرابه شوې چورلکه د هوايي بریدونو په واسطه له منځه وړل شوې او امله یې د نورو چورلکو په واسطه په خوندي ټول د شوراب هوايي اډې ته وړل شوې ده.

په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 104217

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104217/

جمهور
  https://www.jomhornews.com