اندونیزیا کې ځانمرګي برید او چاودنو ۴۹تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

23 ثور 1397 ساعت 9:50

راپورونه وایي، په اندونیزیا کې په دریو کلیساوو کې د یوه ځانمرګي برید او دوه چاودنو له امله ۴۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


راپورونه وایي، په اندونیزیا کې په دریو کلیساوو کې د یوه ځانمرګي برید او دوه چاودنو له امله ۴۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید او چاودنه نن یکشنبې د غويي ۲۳ مه د اندونیزیا د سورابایا ښار په ۳ کلیساوو کې شوې دي.

په دغه بریدونو کې ۹ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د ختیځې جاوا د پولیسو ویاند فرانس بارونګ منګیلا د یاد هېواد (ټي وي ون) تلوېزیوني شبکې ته د برید او چاودنو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره یې نه ده په ګوته کړې.

پولیسو ویلي، چې د مرګ ژوبلې د کره شمېر او د قرابانیانو د هویت معلومولو له پاره څېړنې پیل شوې دي.

تر اوسه د دغه برید او چاودنو مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

په اندونیزیا کې دغه بریدونو پر داسې مهال کېږي، چې دوه ورځې وړاندې د دغه هېواد په پلازمېنه جاکارتا کې د اندونیزیا، افغانستان او پاکستان دیني عالمان په یوه غونډه کې ترهګري او ځانمرګي بریدونه د اسلام له اصولو سره په ټکر کې وبلل او ویې ویل، چې ترهګري نه باید په یوه دین، قوم، تمدن پورې وتړل شي، بلکې دا هغه څه دي، چې ټوله نړۍ ګواښي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104220

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104220/

جمهور
  https://www.jomhornews.com