پر دشت ارچي ولسوالۍ د طالبانو برید په شاه تمبول شوی دی

23 ثور 1397 ساعت 11:15

د هېواد په شمال قندوز کې امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډلیز برید په شاه تمبول شوی دی.


د هېواد په شمال قندوز کې امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډلیز برید په شاه تمبول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په قندوز کې د پامیر ۲۰ مه فرقې نن یک شنبې د غويي ۲۳ مه په یوه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولایت په قندوز ولسوالۍ ډلیز برید وکړ.

سرچینې زیاتې، طالبانو غوښتل د یادې ولسوالۍ امنیتي پوستې سقوط او بازار ونیسي، خو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له سخت مقاومت وروسته شاتګ ته اړ کړای شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې جګړه کې د طالبانو د سرې قطعې د ډلیزو بریدونو د یوه پلان جوړونکي په ګډون ۶ وسله وال وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوی، چې په نښتو کې ۸ امنیتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپله ټوېټرپانه لیکلي، چې د دشت ارچي ولسوالۍ مرکز ته نېږدې پر یوه پوسته د طالبانو په برید کې ۱۲ امنیتي سرتېري وژل شوي، دوه تنه ټپیان او دوه ټانګونه له منځه تللي او ځينې وسلې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

باید و ویل شي، چې له تېرو دوه اوونیو راهیسې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتو زور اخیستی او تر اوسه په کې له دواړو لورو سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:قندوز
 
 


د مطلب کود: 104224

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104224/

جمهور
  https://www.jomhornews.com