لوګر کې د نوم لیکنې پر یوه مرکز برید شوی دی

23 ثور 1397 ساعت 13:43

امنیتي چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې وسله والو طالبانو د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې په یوه مرکز برید کړی او یو پولیس یې وژلی دی.


امنیتي چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې وسله والو طالبانو د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې په یوه مرکز برید کړی او یو پولیس یې وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو نن یکشنبې د غويي ۲۳ مه سهار مهال د لوګر مرکز پل علم کې د نوم لیکنې په یوه مرکز برید کړی دی.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي، طالبانو شاوخوا ۹ بجې د پل علم د پښتون آباد په سیمه کې د نوم لیکنې په یوه مرکز برید وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبان د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مه او په شاه وتمبول شول، خو په وینا یې د دوی په برید کې یو پولیس وژلش وی دي.

احمدزی زیاتوي، چې د پښتون اباد سيمې د نوم ليکنې مرکز دا مهال د خلکو پر مخ تړل شوى دى.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې په کابل، لوګر، خوست او ځينو نورو ولايتونو کې د نوم ليکنې پر مرکزونو بريدونه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 
 


د مطلب کود: 104231

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104231/

جمهور
  https://www.jomhornews.com