۰

د ننګرهار په مستوفیت ډلیز ځانمرګی وسله وال برید شوی دی/ تر اوسه د مرګ ژوبلې شمېره ۴۵تنو ته رسېدلې

یکشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۳
سیمه ییز چارواکي وايي، څو تنو ځانمرګو وسله والو د ننګرهار ولایت پر مستوفیت ودانۍ ډلییز برید کړی چې تر اوسه پورې په کې ۹ تنه شهیدان او ۳۶ ټپیان شوي دي.
د ننګرهار په مستوفیت ډلیز ځانمرګی وسله وال برید شوی دی/ تر اوسه د مرګ ژوبلې شمېره ۴۵تنو ته رسېدلې
سیمه ییز چارواکي وايي، څو تنو ځانمرګو وسله والو د ننګرهار ولایت پر مستوفیت ودانۍ ډلییز برید کړی چې تر اوسه پورې په کې ۹ تنه شهیدان او ۳۶ ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن یکشنبې د غويي ۲۳ مه غرمه مهال د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې شوی دی.

ویل کېږي  لومړی یو تن ځانمرګي په یاده سیمه کې موټر بم چاودنه ورکړې او وروسته نور بریدګر ودانۍ ته ننوتي او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی هم د برید پخلی کوي، او وايي لومړی د مستوفیت ودانۍ دروازې ته څېرمه دوه چاودنې شوې او وروسته څو ځانمرګي له امنیتي ځواکونو سره په نښته اوښتي دي.

نوموړي ویلي، چې له دغه برید څخه تر اوسه پورې ۶ جسدونه او تر ۳۰ پورې ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.
خو د ننګرهار عامې روغتیا رییس ډاکتر نجیب الله کاموال وایي، د برید له ځایه تر اوسه پورې ۹ شهیدان او ۳۶ ټپیان روغتونو ته وروړل شوي دي.

ویل کېږي یو ځانمرګی هم د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د دې تر څنګ داسې راپورونه هم شته، چې د ننګرهار د مستوفیت یو شمېر کارکوونکي هم په ودانۍ کې بند پاتې دي.

دا مهال سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده ده او د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته روانه ده.

د خبرجزیات به وروسته په لیکه شي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي