ملي امنیت:

په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د طالبانو ۸ کلیدي قوماندانان وژل شوي

23 ثور 1397 ساعت 15:36

د ملي امنیت لوی ریاست وایي، ملي امنیت ځواکونو په پکتیکا، میدان وردګ، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د طالبانو په مهمو پټنځایونو او قوماندانو عملیات کړي دي.


د ملي امنیت لوی ریاست وایي، ملي امنیت ځواکونو په پکتیکا، میدان وردګ، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د طالبانو په مهمو پټنځایونو او قوماندانو عملیات کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت ریاست نن یک شنبې د غويي ۲۳ مه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ملي امنیت ځواکونو په تېرو ۷۲ ساعتونو کې دغه عملیات د طالبانو د ځانمرګو بریدونو او چاودېدونکو توکو د جوړونکې په مرکزونو عملیات کړي دي.

خبرپاڼه وایي، دغه عملیات د پکتیکا په برمل، د میدان وردګو د سیدآباد ولسوالۍ په تنګي دره، د ننګرهار په مومند دره او د کابل په موسي ولسوالیو کې تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو او حقاني شبکې ۸ کلیدي قوماندانانو او څلورو پاکستاني جګړه مارو په ګډون ۵۶ وسله وال وژل شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په وژل شویو کسانو کې د حسیب الله په نوم د حقاني شبکې ۲۵ نفري ډلې سرګروپ، عابد د حقاني شبکې غړی، فاتح د چاودېدونکو توکو لېږدونکی، قسم د متعتصم په مستعار نامه، د موټر بم ، ځانمرګو واسکټونو او ماینونو جوړونکی، قاري مشهور په عمر د طالبانو سرګروپ، حاجي شفیق د کابل د موسي د طالبانو سرګروپ او ارشاد د طالبانو یو بل سرګروپ شامل دي.

ملي امنیت وايي، په دې عملیاتو کې د مخالفینو ۴۰ کړۍ ماینونه، شپږ عرادې موټر، چې درې یې ځانمرګي موټر بم و له منځه وړل شوي، ۲۰ میله کلاشنکوف، دوه میله پیکا، ۷ راکټ، یوه پایه بي ایم آی، دوه میله بي ایم ۱۶، ۸ پایې مخابرې، ۴ کړۍ مایونونه، ۹ فیره د راکت مرمۍ، پڼخه دانې ریموټ کنټرول او درې قطعې پاکستاني پېژندپاڼې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 104238

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104238/

جمهور
  https://www.jomhornews.com