۰

د ننګرهار والي ګلاب منګل له خپلې دندې استعفا وکړه

یکشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۵
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له خپلې دندې لاس په سر شو او د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکې ادارې هم د ښاغلي منګل د استعفا پخلي کړی دی.
د ننګرهار والي ګلاب منګل له خپلې دندې استعفا وکړه
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له خپلې دندې لاس په سر شو او د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکې ادارې هم د ښاغلي منګل د استعفا پخلي کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سیمه اورګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیره یوسف زاده پر خپله فسبوک پاڼه د محمد ګلاب منګل د استعفا د پخلي تر څنګ ویلي، چې هغه د ځینو شخصي دلایلو له امله رسمآ له خپلې دندې لاس په سر شوی دی.

نوموړې لیکلي«د ننګرهار والي ښاغلي منګل د ځینو شخصي دلایلو له امله رسمآ خپل استعفا لیک د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکې ادارې ته رالېږی، نو ځکه دغه اداره هم د محمد ګلاب منګل د استعفا خبر تاييدوي.»

باید و ویل شي د ننګرهار والي پر داسې مهال له خپلې دندې لاس په سر کېږي، چې همدا نن یک شنبې د غويي ۲۳ مه څو تنو ځانمرګو بریدوکونکو د ننګرهار ولایت پر مستوفیت ودانۍ ډلیز برید کړی، چې د لومړنیو راپورونو له مخې تر اوسه په کې شپږ تنه شهیدان شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان شوي دي.

ویل کېږي، په دې برید کې یو ځانمرګي موټر بم چاودنه کړې، بل یې د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوی او څو تنه نور یې ودانۍ ته د ننه شوي، چې لا هم د امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د دغه برید مسؤولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي