۰

کاپیسا کې د نوم لیکنې په یوه مرکز پنځه برید کوونکي نیول شوي دي

یکشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۸
د ملي امنیت لوی ریاست وایي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په کاپيسا ولایت کې هغه پنځه تنه وسله وال برید کوونکي نیولي، چې غوښتل یې په دغه ولایت کې د نوم لیکنې په یوه مرکز برید وکړي.
کاپیسا کې د نوم لیکنې په یوه مرکز پنځه برید کوونکي نیول شوي دي
د ملي امنیت لوی ریاست وایي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په کاپيسا ولایت کې هغه پنځه تنه وسله وال برید کوونکي نیولي، چې غوښتل یې په دغه ولایت کې د نوم لیکنې په یوه مرکز برید وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د امین الله د محمد نعیم زوی، محمد وسیم د محمد اکبر زوی، عبدالحکیم د عبدالحي زوی، محمد ندیم د فقیر احمد او محمد فهیمد سید جان زوی هغه کسان دي، چې غوښتل یې د نوم لیکنې په یوه مرکز برید وکړي.

سرچینې زیاته کړې، دغه کسانو تر نیول کېدو وروسته اعتراف کړی، چې دوی د خان آغا اخګر، چې مشهور په ملا نصرت او د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال دی، په لار ښوونه د ملا فهیم چې د ملا ګدا د ګروپ له قوماندانانو څخه دی، کوه بند ولسوالۍ ته لېږل شوي و تر څو ورکړل شوې دنده تر سر او د نوم لیکنې په یوه مرکز په برید سره د نوم لیکنې د بهیر مخه ونیسي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهور خبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي