۰

د پکتیا-لوګر پر لویه لار ترافیکي پېښه کې درې تنه مړه شوي

یکشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۶
د پکتیا – لوګر پر لویه لار د دوه موټرو د ټکر له امله ۱۴ تنو مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتیا-لوګر پر لویه لار ترافیکي پېښه کې درې تنه مړه شوي
د پکتیا – لوګر پر لویه لار د دوه موټرو د ټکر له امله ۱۴ تنو مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر مهال د پکتیا- ګردیز تر منځ په لار د یوه کرولا او یوه مرسیډیز موتر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
 
د پکتیا امنیه قومانداني وايي، په پېښه کې درې تنه مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي، چې د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
 
جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي