د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالنشاْ سرپرستې استتعفا وکړه

24 ثور 1397 ساعت 8:36

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالنشاْ سرپرستې شهلا حق پرست د پېژندپاڼو په کاپي باندې د سټکر لګولو پر سر د اختلاف له امله د خپلې دندې څخه لاس په سر شوه.


د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالنشاْ سرپرستې شهلا حق پرست د پېژندپاڼو په کاپي باندې د سټکر لګولو پر سر د اختلاف له امله د خپلې دندې څخه لاس په سر شوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن حق پرست ویلي، چې د پېژندپاڼو په کابي باندې د سټکر لګولو طرحه له عملیاتي او تخنګي ستونزو سره مخ ده.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه طرحه به راتلونکې کې ډېرې ستونزې وزېږوي او دا یې په پلي کولو برلاسې نه ده، نو ځکه له خپلې دندې استعفا کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي حکومت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ځینو کمېشنرانو له خوښې پرته د پېژندپاڼې په کاپي د سټکر لګولو پر مسله ټينګار کړی دی.

ویل کېږي، د حکومت له دغه طرحې سره د کمېسیون څلورو غړو مخالفت کړی او هغه یې غیر قانوني او درغلۍ د زمینې برابرول بللي دي.

جمهور خبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 104259

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104259/

جمهور
  https://www.jomhornews.com